مخالفين يا ملي وسلوال مقاومت؟ استاد تره کی
شبيراحمد شبيراحمد

د رواني مياشت په څوارلسمه د پنجشنبې ورځ د خوشحال خان مېني په سيمه کې دامريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون اړوند غونډه د ډاکټر فاروق اعظم صاحب په دفتر کې جوړه چې ډیرو سياسي او علمي څيرو په نوموړي غونډه کې ګډون درلود.

د غونډي ويناوال ډاکټر فاروق اعظم او ډاکټر روستار تره کی وو. وروستۍ برخه د سوالونو او ځوابونو له پاره وه. د غونډي له ګډونوالو څخه يوه تن له استاد محمد عثمان روستار تره کي څخه پوښتنه وکړه چې: تاسي په خپلو خبرو کې د حکومت مخالفين د وسلوال مقاومت او ملي مقاومت په نوم ياد کړل، آيا هغوی چې دولس د غوښتني خلاف ډول ډول کړني ترسره کوي، ملي مقاومت ورته ويلای شو؟

استاد تره کي ځواب ورکړ چې: که موږ د طالبانو سره په سیاسي لحاظ اختلاف وهم لرو او د نظرونو اختلاف موجود وي يا نه؟ موږ بايد چې اوسنۍ مبارزي ته مقاومت ووايو او دا يو وسلوال او ملي مقاومت دی.

۴۴ هيوادونو زموږ پرهيواد افغانستان تجاوز او يرغل کړی دی. د متجاوزينو او اشغالګرو له خوا زموږ نږدې ۱۲۰۰۰۰ يولک شل زره بې ګناه افغانان وژل شوي دي.

زموږ ډیری افغانان د بګرام او ګوانتانامو په زندانو کې شکنجه شوی او لاهم دغه لړۍ ادامه لري، هيوادوال مو په یو نوم اوبل نوم ځورول کيږي، کړول کيږي او وژل کيږي.

د ګوانتانامو او بګرام د زندانو د شکنجو او ځورونو په وړاندي، د امريکا د ظلمونو او نارواو په وړاندي چي کومه جګړه کيږي او روانه ده که هغې ته مقاومت ونه وايو؟ هغه ته به څه ووايو؟

که اوسنی مقاومت نفي کيږي او ملت ددغه مقاومت ننګه نه وای کړي، تاسي به د ګوانتانامو او بګرام زندانونو په ډول په لسګونو نور زندانونه هم په هيواد کې دننه او له هيواده بهر ليدلي وای چې افغانان به پکې په ناحقه او بې له کوم جرم او ګناه څخه ځورول کيدل او شکنجه کيدل.

مقاومت د هغو مواردو څخه استفاده کوي چې دښمن ته زیات زیان او تاوان ورسوي. له همدي امله مقاومت د مجبوريت له مخي ځانمرګي بريدونه  وکړل، او په همدې لومړني او ابتدايې عمل سره يې د اشغال له پېل څخه تر اوس پوري په لس ګونو زره اشغالګر بهرني عسکر وژلي دي.

بهرنيو اشغالګرو قوتونو د هيواد جنوب په کنډواله بدل کړ، او د جګړي د دوام په لټه کي دي، غواړي دغه ناجايزه جګړي ته دوام ورکړي، که وسلوال او ملي مقاومت نه وای، نو اوس به بهرنيانو جګړه د هيواد نورو برخو ته هم غزولي واي او هلته به يې هم د جنوب په څير خپل ناروا عملونه او ناجایزي کړني تکرارولای، همدغه وسلوال مقاومت دی چې ددوی د ظلمونو او ناروا کړنو مخه يې نيولي ده.

استاد روستار تره کې د پوښتل شوي سوال دځواب په پای کې وویل چې: دغه مقاومت، مقاومت دی، ترهغه وخت مقاومت دی چې حق حقدار ته ورسيږي.

پای 


May 6th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات